د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د ملاتړ بنسټ، د ملګرو ملتونو ماشومانو ونډې صندوق او د افغان قابله ګانو د ټولنې په مرسته له "زیږون وروسته وقایه او د وینې ضایع کیدو مخنیوی" په نوم یو انجمن جوړ کړی.
د دغه وزارت د اومیندوارۍ څانګې ځای ناستې زلیخا انوري نن (یک شنبه) په دې غونډې کې وویل، د اومیندوارۍ او زېږون پر مهال ۷۰ سنله مړینه د اختلالاتو له امله لکه د وینې ضایع کول، بې ځایه اندېښنې، فشار لوړېدل، د زېږون او له زېږون وروسته د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.
زلیخا انوري وايي، چې د مور او ماشوم ژوند له پاره د زېږون او له زېږون وروسته مهال ډېر مهم وي او په دغه پړاو کې د میندو رواني ستونزو مخنیوی کولی شي، چې د میندو او نويو زېږیدلو ماشومانو د مړینې کچه راکمه کړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو پروینا، د نړیوالې کړنلارې له مخې چې له ۳۰۱۵ تر ۲۰۳۰ کاله پورې ټاکل شوې، تر ۲۰۳۰ کاله پورې له ۱۰۰ زرو اومیندواره ښځو یوازې ښایي ۷۰ تنه یې د زېږون پر مهال ومري.
په ۲۰۰۲ کال کې له هرو ۱۰۰زرو میندو له شمېره یو زر او ۲۰۰ زیاتې اومینداورې میندې مړې کېدې او په ۲۰۱۰ کال کې دا شمېر ۳۲۷ ته راټیټې شوې.
په همدې حال کې د ملاتړ بنسټ استازې فرزانه معروف له زېږون وروسته د وینې ضایع کېدل د میندو د مړینې ستر لامل بولي.
نوموړې وايي، په افغانستان کې د میندو ۵۶ سلنه د مړینې ستر لاملونه د اکلامپسیا او نږدې ۲۰ سلنې پري اکلامپسیا او له دې زیات د وینې ضایع کېدل او پاتې له زېږون وروسته د وینې ضایع کېدل جوړوي.
د عامې ورغتیا وزارت چارواکو پر وینا، په افغانستان کې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۵ کال پورې د مور او ماشوم مړینه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.