د اسلامي ثقافت منځپانګه د دیني «رادیکالېزم» خپرېدو لامل کېږي.
د افغانستان د سټراټېژيکو مطالعاتو انسټېټوټ د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د اسلامي ثقافت منځپانګه چې د هېواد په پوهنتونو کې تدریسېږي، د محصلانو تر منځ د دیني رادیکالېزم ذهنیت یا افراطیت خپرېدو لامل کېږي.
د دغه انسټېټوټ څېړونکی رامین کمانګر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ۳۱ سلنه محصلانو چې د دې څېړنې پوښتنو ته یې ځواب ورکړی ویلي چې د اسلامي ثقافت استادان تل پر اسلامي خلافت ټینګار کوي.
دا څېړنه چې په کابل، هرات او ننګرهار کې شوې، ښيي چې ۳۵،۵ سلنه محصلان اسلامي خلافت غواړي و ۷۵،۳ سلنه محصلان هم د اسلام پر پراختیا ټینګار کوي.
د کمانګر په وینا، د څېړنې پوښتنو ته د ځواب ورکوونکیو له ډلې نه، ۳۴،۴ سلنه یې جمهوري نظام غواړي، ۱۷،۲ سلنه یې اسلامي امارت، ۳۴،۹ سلنه یې اسلامي خلافت او ۴،۶ سلنه یې هم نور نظامونه غواړي.
په دې ډله کې د جمهوري نظام لپاره تر ټولو ډېر مثبت ځوابونه په کابل پوهنتون او تر ټولو کم هم په هرات پوهنتون کې ورکړل شوي دي.
دغه راز په دې څېړنه کې راغلي چې د امارتي نظام لپاره تر ټولو ډېر مثبت ځوابونه په ننګرهار پوهنتون او تر ټولو کم هم په هرات پوهنتون کې ورکړل شوي، خو برعکس د خلافت لپاره تر ټولو ډېر مثبت ځوابونه هم په هرات پوهنتون کې ورکړل شوي دي.
د څېړنې د موندنو له مخې، ۳۹،۹ سلنه محصلان د افغانستان د اوسني سیاسي نظام پر اسلامیت باور لري، په داسې حال کې چې ۴۵،۹ سلنه یې تر یوې کچې اسلامي بولي او ۱۳،۹ سلنه هم د افغانستان نظام اسلامي نه بولي.
خو په دې غونډه کې یو شمېر ګډون کوونکي دا څېړنه ناقصه او نظریات یې هم شخصي بولي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په ملي شورا کې هم د اسلامي ثقافت کتابونو او استادانو له لوري د هېواد په پوهنتونو کې د افراطیت خپرولو موضوع یاده شوې وه.