۲۱۵ میوند قول اردو: د نیمروز پر لویه لاره د طالبانو ګمرک مو ویجاړ کړ

د هلمند ولایت امنیتي مسوولان وايي، د زرنج ـ دلارام  پر لویه لاره یې د طالبانو له‌خوا جوړ شوی ګمرک له منځه وړی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي‌محمد احمدزي سلام‌وطندار ته وویل امنیتي ځواکونو نه یوازې د زرنج ـ دلارام پرلویه لاره د طالبانو ګمرک له‌منځه وړی، بلکې د ملي اردو کنډکونه ځای پر ځای شوي او هلته یې عملیات پراخ کړي ترڅو سیمه د طالبانو له وجوده پاکه کړي.

ولي‌محمد احمدزی وايي، د زرنج ـ دلارام د لویې لارې امنیت خوندیتوب له‌پاره یې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.

ښاغلي احمدزي په ټینګار سره وویل، تر راتلونکیو څو ورځو به د نیمروز لویې لارې امنیت ټینګ کړي او پرې به نږدي چې له افغان سوداګرو ناقانونه پيسې واخیستل شي.

د نیمروز ولایتي شورا مشر بازمحمد ناصري وايي، لاهم د نیمروز لویه لار کې امنیتي ګواښونه موجود دي او امنیتي ادارې یې باید د حل په برخه کې غوڅ کار وکړي.

دی وايي، د سوداګرو له‌پاره د دغې لویې لارې خلاصول او د امنیت ټینګښت یې خورا مهم دی.

د نیمروز پر لویه لاره کې د طالبانو ګمرک له‌منځه وړلو خبر داسې وخت کې کېږي چې ویل شوي طالبان له دې لارې په ورځ کې ۵۰ لکه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

وسله‌وال طالبان د ګمرک په نوم دغه پیسې یوازې د نیمروز لويې لارې پرسر نه، بلکې د فراه پر لویې لارې هم له موټرو چلوونکیو اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام