۱۷ ولایتونو کې سېلاوونو ۲۲ تنه وژلي او ۲۰ یې ټپيان کړي

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورو او بارانونو له امله بې‌مخینې راوتلو سېلاوونو په تېرو دوو ورځو کې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت د راپورونو پر اساس، په ۱۷ ولایتونو کې کندهار، فاره، هلمند او هرات هغه ولایتونه دي چې ډېر زیانمن شوي‌.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي سلام وطندار ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې بې‌مخینې باران او سېلاوونو په ښار او ولسوالیو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ تنه وژلي او ۱۸ تنه یې ټپيان کړي.

د ده په خبره، په راوتلو سېلاوونو کې ۱۵زره او ۵۷۰ کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ۱۲سوه تنه د ملي‌‌اردو له لوري ژغورل شوې‌دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» هم وايي چې په کندهار ولایت کې سېلاوونو ۲۰ تنه وژلي او ۱۰تنه یې ټپيان کړي.

د دې دفتر په خبره، په‌دې سېلابونو کې څه کم ۱۰ زره استوګنیځ کورونه، جوماتونه او حکومتي ودانۍ تخریب شوې دي چې ډېرې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمر حسیب‌الله شیخاني وايي، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د تېرو دوو ورځو سېلاوونو د راوتلو په پایله کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د ښاغلي شیخاني په خبره، د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، سېلاوونو  ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي‌دي.

دی ټینګار کوي چې د مالي او ځاني زیانونو شمېرې بدلون مومي او د دې وزارت د ارزونې ډلې د زیانونو د کچې ارزونې په موخه بېلابېلو ولایتونو ته لېږل شوي‌دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمر وړاندې زیاتوي چې کندهار کې ۸۰۰ کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي توکي مرسته شوي او همدارنګه زیانمنونو شویو کورنیو ته ۳۳ میلیونه افغانۍ مرستې په موخه ځانګړې شوې‌دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د کندهار سېلاو‌ځپلو ته د رسېدنې په موخه ۱۲ مرستندویې ډلې او څو نور ټیمونه د دې وزارت له چارواکیو سره فراه ته استول شوي‌دي.

ورته مطالب:

سېلابونه؛ په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان مړه او له ۱۰ ډېر ټپیان دي

د سختو واورو ورېدو له امله د غور د ۹ ولسواليو لارې بندې شوي

د واورې ورېدو له امله د غور ولایت ټولې لارې بندې شوې دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام