ویل کیږي، چې د هندوستان په کوربتوب د ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو پرمهال شهزاد محمدي د لومړي ځل له پاره د خپلې خوښې هندي کپتان "مهندرسینګ ډهوني"سره وکتل.
شهزاد محمدي په داسې حال کې په یوه هوټل کې له ډهوني سره وکتل، چې افغاني لباس یې په تن و.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتوله مخې چې هندي کپتان مهندرسینګ ډهوني له شهزاد محمدي سره کلکه دوستي لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په "ایم ایس"مشهوره دواړو لوبغاړو په هندوستان کې سره لیدلي دي ،چې نن افغان کرکټ ملي لوبډله د ناګپور ښار څخه د سریلانکا خلاف د مارچ په ۱۷ مه نیټه کیدونکې سیالۍ لوبولو له پاره کلکتې ښار ته ورسیده.
کرکټ بورډ زیاتوي، چې هندي کپتان ډهوني شهزاد محمدي او افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د نړیوال جام په لومړیو پړاو کې د بریاوو مبارکي ویلی.
د یادونې وړ ده، چې شهزاد محمدي د هندي لوبغاړي مهندرسینګ ډهوني سرسخت مینه وال دی او په هرڅه کې ددغه هندي لوبغاړي د لوبې "کاپی" کولو مهارت لري.
شهزاد محمدي اوسمهال په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د هندي ډهوني په څیر په "ایم ایس" یادیږي، دده په څیر د چټک ویکټ ساتنې مهارت لري او په ځانګړي توګه په اوسني کرکټ کې شهزاد یواځینی کرکټ لوبغاړی دی، چې د "هیلوکاپټر" شاټ په وهلو کې د مهندرسینګ ډهوني کامیابه تجربې کوي.
د یادونې وړ ده، چې شهزاد محمدي په نړیوال کرکټ کې د خپلې خوښې کرکټر هندي کپتان مهندرسینګ ډهوني یادوي.
په افغان کرکټ ملي لوبډله کې په "ایم ایس" مشهوره شهزاد محمدي په ۲۰۱۰ م کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل له پاره په دې وتوانید، چې د خپلې خوښې لوبغاړي مهندرسینګ ډهوني سره وګوري.
شهزاد محمدي دهندوستان په کوربتوب د شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په لومړي پړاو لوبو کې د هانګ کانګ، سکاټلینډ او زمبابوې خلاف بهترینه لوبې وکړې او په څوو شارټونو کې یې د مهندرسینګ ډهوني "هیلوکاپټر" شاټونه هم نندارې ته وړاندې کړل.
لاهم په روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د شهزاد محمدي تفریحي لوبې پای ته نه دي رسیدلي او ښایي د سریلانکا، سویلي افریقې، انګلستان او ویسټ انډيز خلاف لاپسې بهترینه لوبې نندارې و کړي.
دیادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله نن یک شنبه (مارچ ۱۳مه) په ناګپور کې د ۳ سر په سر بریاوو وروسته د سریلانکا خلاف د مارچ په ۱۷ مه نیټه د "لسو غوره لوبډلو" سیالۍ کې د لوبیدو په موخه دهندوستان کلکتې ښار ته ورسیده.