یو شخص بېګا نیمه شپه په بلخ کې د کلاشینکوف په واسطه ۴ ښځې وژلي او د یو نر په ګډون یې یوه ښځه ټپۍ کړې ده.
ویل کېږي، چې دا پېښه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمه کې شوې ده او د پېښې ټول قربانیان د پېښې د عامل خپلوان دي.
د بلخ ولایت د امنیت امر جنرال رازق قادري سلام وطندار ته وویل، چې یو شخص په بلخ ولسوالۍ کې د کلاشینکوف په واسطه ۴ تنه وژلي او ۲ تنه یې ټپیان کړي دي.
د قادري په خبره، دغه شخص له سیمې تښتېدلی، خو د پلټنې له پاره یې پولیسو هڅې پیل کړې دي.
په بلخ کې د ابن سینا حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر نور محمد فیض هم وايي، چې تېره شپه د دوی روغتون ته ۳ تنه ټپیان ورړل شوي، چې یو د بلخ ولسوالۍ و او دوه یې د البرز د غره اوسېدونکي وو.
د ډاکټر فیض په خبره، د بلخ له ولسوالۍ نه د ور وړل شوي ټپي حالت له لومړیو مرستو وروسته ښه شو او بېرته خپل کور ته ولېږل شو.
ویل کېږي، چې د دې وژنو انګېزه کورنی تاوتریخوالی و.