یو سړي په سرپُل ولایت کې خپله مېرمن په کُلنګ ووژله

د سرپُل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې پرون ناوخته مهال په‌دې ولایت کې یو سړي د لفظي شخړې پر سر خپله ښځه د کُلنګ په‌واسطه ووژله.

د سرپُل د ښځو چارو رییسې نسیمې  ارزو سلام وطندار ته وویل، دا ښځه زهرا نومېدله، چې ۳۴ کاله عمر یې لرلو او د سرپُل د «چمشه‌شفاء» سیمې اصلي اوسېدونکې وه.

د سرپُل د ښځو چارو د رییسې پر وینا، چې د زهرا مېړه «نور محمد» له هغې سره له یو څه لفظي شخړې وروسته د زهرا له غېږې ۷ میاشتنی ماشوم اخلي، په ځمکه یې ولي او بیا د هغې سر ته کُلنګ نیسي او تر مرګه یې وهي.

ارزو د دا ډول پېښو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د پېښې عامل دې ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

په ورته وخت کې د ولایت مقام ویاند ذبیح‌الله اماني هم پېښه تاییدوي؛ وايي، چې تورن شخص له سیمې تښتېدلی دی؛ خو دوی یې د پيدا کولو په هڅه کې دي.

د ارزو په باور، بې‌وسي، د سواد ټیټه کچه، اجباري او په کمر کې د ودنو کول او د مجازاتو معافیت په سرپُل کې له ښځو سره د تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام