یو ترکی شرکت د برېښنا پر ټاپ پروژې پانګونه کوي

نن په کابل کې د افغانستان انرژي او اوبو وزارت او د چالیک هولدینګ په نوم ترکي شرکت مسوولانو ترمنځ د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د برېښنا د ټاپ پروژې تړون لاسلیک شو.

د انرژي او اوبو سرپرست وزیر محمدګل خلمي وایي، د چالیک هولدینګ په نوم ترکي شرکت به پر ټاپ پروژې ۱.۶ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

ټاپ پروژه د ترکمنستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي.

په‌دې پانګونې کې ترکمنستان او افغانستان کې په دوه سرکیته کې د ۲۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځېدل او په دواړو هېوادو کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا سب‌سټېشنونو جوړول شامل دي.

افغانستان ته د برېښنا مزي ظرفیت ۱۰۰۰ میګاواټه اټکل شوی چې په ۳ کالو کې به بشپړ او ګټنې ته چمتو شي.

د برېښنا له دې مزي به ۱۰۰۰ میګا واټه پاکستان ته ولېږدول شي او ۱۰۰۰ میګا واټه افغانستان ته او له پاکستانه به ۱۰۰ میلیونه ډالر د ترانزیت حق په توګه ترلاسه شي.

د چالیک هولدینګ شرکت رییس احمد چالیک وایي چې ډېر ژر به د دې پروژې سروې پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام