یوه افغانه مېرمن د امریکا په ټاکنو کې بریالۍ شوه

یوه افغانه  مېرمن چې د بغلان ولایت اصلي اوسېدونکې ده او په کوچنوالي کې امریکا ته تللې؛ اوس د هغه هېواد په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.

نوموړې چې د امریکا نیوهمپشایر ولسوالي په کانکورډ سیمې کې د ډیموکراټ ګوند نومانده وه، د تېرې ورځې په ټاکنو کې یې د جمهوري‌خوا ګوند نومانده دنیس سوسي ته ماتې ورکړه او د نیوهمپشایر ایالتي جرګې ته یې لاره پیدا کړه.

اغلې وزیر یوه میاشت مخکې د امریکا په لومړنیو ایالتي ټاکنو کې هم خپل سیال ته چې په نیوهمپشایر ایالتي جرګې کې یې ۴ کاله د خلکو استازولي کړې وه، ماتې ورکړه.

صفیې وزیر ۶ کلنه وه چې له افغانستان نه ووتله.

نوموړې ۱۰ کاله په ازبکستان کې تېر کړل او په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا اوسېدنکې شوه.

اغلې وزیر اوس ۲۷ کلنه ده؛ واده یې کړی او دوه لورانې لري.

کله چې صفیه له خپلې کورنۍ سره امریکا ته لاړه، له ګڼو ستونزو سره مخ شوه؛ ځکه هاغه مهال یې انګلیسي زده نه وه او همدا لامل و چې ټولنیزې اړیکې یې ټینګولی نه‌شوای.

دا چې نوموړې په ازبکستان کې ازبکي او روسي ژبې زده‌کړې وې؛ امریکا یې هم په خپل مهارت سره انګلیسي ژبه زده‌ کړه.

هغه په کنکورد ښار کې یوې لیسې کې شامل شوه او په ۲۰۱۱ کال کې ترې فارغه شوه.

اغلې وزیر د ژوند او کورنۍ اړتیاوو پوره کولو له‌پاره د ښوونځي ترڅنګ، په وال‌مارت پلورنځي کې کار هم کاوه.

نوموړې د لوړو زده‌کړو له‌پاره یوې سیمه‌ییزې تحصیلي موسسې ته لاړه او هلته یې د کار ترڅنګ، د شپې له‌خوا خپلې زده‌کړې پیل او تر ۵ کلونو وروسته ترې فارغه شوه.

د نیوهمپشایر ایالت په لومړنیو ټاکنیزو مبارزو کې د صفیې وزیر ۶۶ کلن رقیب ديک پتین چې په یاد ولایت کې زېږېدلی او ۴ کاله په‌کې د خلکو استازی پاتې شوی، د اغلې وزیر کډوالي یې د نوموړي منفي ټکی یاد کړی و او ویلي یې وو چې د هغې پر ټاکنیزو مبارزو به ناوړه اغېز وکړي.

د نوموړي بله نیوکه دا وه چې صفیه امېندواره ده او له دوو نورو ماشومانو سره ایالتي چارې پرمخ وړلی نه‌شي.

خو صفیې وزیر نه یوازې، نوموړي ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه، بلکې د تېرې ورځې په ټاکنو کې هم بریالۍ شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام