د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معین محمدرسول باوري نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د غور جام څلی ـ چې وروستیو کې د سېلابونو راوتلو له امله له ګواښ سره مخ و ـ اوس هغه ګواښ له منځه تللی دی.
ښاغلی باوري زیاتوي، پهدې اړه غور ته استول شوی پلاوی څلي ته اوښتي زیانونه ارزوي او د رغونې په اړه به یې هم اقدامات وکړي.
ښاغلی باوري وايي، د یونسکو له پلاوي سره په ګډه ترسره شوې څېړنې ښیي چې د څلي کوږوالی د پخوا په حال دی او زیات شوی نهدی او په همدغه حال د پاتې کېدو په موخه یې له یونسکو سره ګډ پلان جوړ شویدی.
د ده په خبره، یونسکو د درېيوو کلونو د اساسي کار د دوام لهپاره د ۲میلیونو امریکايي ډالرو لګښت منلی دی.
د غور د جام څلي د بیارغونې چارې داسی مهال پیلېږي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین په وینا، د یاد څلي اړوندې سیمې کې نن توده جګړه روانه وه او ورتګ ناشونی دی.
ورته مطلب: