«یا دې د چهارسدې ولسوالي محاصره خلاصه شي یا دې طالبان راشي»

د غور د چهارسدې ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د یاد ولایت مرکز فیرزکوه ته د ناامنیو له امله کډه شوي‌دي.

دغه کورنۍ وایي، څه باندې یوه میاشت کېږي چې د چهارسدې ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره ده او ځايي او مرکزي چارواکي له ژمنو پرته نو هېڅ ګام نه اخلي. دوی له محلي چارواکیو غواړي چې یا دې د طالبانو محاصره ماته کړي او یا دې د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي انتقال او ولسوالۍ دې طالبانو ته پرېږدي.

دوی له دولته غواړي چې له ۳۰ ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده؛ په‌داسې حال کې چې نه طالبان ولسوالي باندې جګړه بس کوي او نه د حکومت کافي تجهیزات او پرسونل د جګړې د مهارولو توان لري.

د غور مدني فعالان د چهارسدې ولسوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ بولي. محمدګل پویا او غلام رسول سعادت وایي چې دولت دې د طالبانو د له‌منځه وړلو له‌پاره ډېر ژر په یاده ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.

د دوی په خبره، د چهارسدې اوسېدونکي له یو کال راهیسې له تهدیدونونو سره مخ دي.

دغه مدني فعالان وايي، له یوې میاشتې راپه‌دې‌خوا خلک خواړه او اوبه نه‌لري او له پوځ سره هم مرمۍ او مهمات کم دي. دوی د غور له محلي او مرکزي حکومته غواړي چې په چهارسدې ولسوالۍ کې عملیات وکړي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي چې ځايي چارواکیو د چهارسدې ولسوالۍ د محاصرې موضوع له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکه کړې او ولسمشر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې ډېر ژر دې دا ستونزه حل کړي.

د غور د ځايي چارواکیو په وینا، د فاریاب، سرپُل، بادغیس او غور ولایتونو طالبان یوځای د چهارسدې ولسوالۍ ته ورغلي او غواړي دغه ولسوالۍ د ځان له‌پاره امن ځای وټاکي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام