د افغانستان هلمند ولایت څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او لسګونه سرتېرې يې ازاد کړي دي.
د یاد ولایت سیمهییزو مسوولینو سلام وطندار ته د دغه خبر د تاید ترڅنګ ویلي، چې عملیات تېره شپه د هلمند ولایت ګریشک ولسوالۍ په شورکي سیمه کې شوي، چې له امله یې ۳۶ تنه ازاد کړي دي.
په دغه زندان کې زیاتره امنیتي سرتېرې ساتل کېدل، خو په یاده شمېره کې ۴ ملکي وګړي هم شامل و.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته ویلي، چې وسله والو طالبانو زیات زندانیان په باباجي او یو شمېر نورو سیمو کې نیولو و.
د والي ویاند عمرځواک وایي، چې په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته هم زیان اوښتی، خو وایې کره شمیره په لاس کې نه لري.
د ځواک پر خبره، د وسله والو طالبانو دغه زندان افغان ځواکونو وروسته ویجاړکړی هم دی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځی وایي، چې د وسله والو له زندانه خوشې کړي کسان له دوی سره دي.
هغه وایي، د بایومیټریک له څیړنې وروسته به معلومه شي، چې یادکسان څوک دي او له هغه وروسته به یې خوشې کړي.
په ډاګه دې وي، چې دوه میاشتې وړاندې د درېيمې حوزې اړوند د باباجي د جګړۍ په لومړۍ کرښه کې افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو له کلابندي وروسته یې یو شمیر ووژل او ترسلو زیات یې د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شول.
یاده دې وي، چې د دغو زندانیانو زیاته برخه د جګړې په لومړۍ لیکه کې نیول کيږي.
دا په هلمند کې لومړی ځل نه دي، چې افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو زندان په نښه کوي، بلکی دې ته ورته ۴ نور زندانونه یې هم مات کړي دي، چې لومړی هغه یې په نوزاد ولسوالۍ کې وو، چې تر۶۰ تنو زیات زندانیان یې له زندانه خوشې کړل.