د کونړ ولایت کې د وټپور ولسوالۍ د کټار کلا سیمې اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل، چې له څه مودې راهیسې د دوی په سیمه کې وسلهوالو هغو خلکو ته د دندې د پرېښودلو خبرداری ورکړی، چې یا خپله او یا یې هم د کورنۍ غړي دولتي ادارو کې دندې لري.
دوی زیاتوي، چې وسلهوالو اړ کړي، چې د دندو د پرېښودو تر څنګ هغوی ته ۲۰۰ زره پاکستانۍ کالدارې او یو میل سلاح ورکړي.
دوی د وسلهوالو کسانو په پېژندولو کې سره یوه خوله نهدي؛ څوک یې ګواښوونکي داعشیان او څوک یې وسلهوالو طالبان بولي.
قدوس خان د دوی له ډلې هغه څوک دی، چې د بېوسۍ له امله کور کلي پرېښودو ته مجبور دی؛ وايي، د دې ډلې پېژندل سخت دي او له وېرې ترې څوک پوښتنه نهشي کولی.
د عبدالصمد او عباس وروڼه چې په ملي اردو کې دي؛ د همدې وسلهوالو لهخوا خبرداری ورکړل شوی و، چې یا به د دوی شرایط مني یا به مرګ قبلوي. د دوی پر وینا، مجبور شول، کلی یې پرېښود او د اسداباد خواته راوکوچېدل.
دوی همدارنګه زیاتوي، وسلهوالو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی د شرطونو د نه منلو په صورت کې دې خپلې سیمې خوشې کړي، کورونه او ټول شته دې دوی ته وسپاري.
د دوی د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کټار او شاوخوا سیمو ډېری کورنۍ اړ شوي، چې خپله سیمه پرېږدي او د کونړ په نورو امن سیمو کې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.
بل خوا د کونړ امنیتي چارواکي په وټپور ولسوالۍ کې دغه ستونزه مني، وايي چې وټپور او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د وسلهوالو د ځپلو پلان لري.
د کونړ امنیې قومندان پاسوال جمعه ګل همت سلام وطندار ته وویل، په نظر کې لري، چې ډېر ژر د وسلهوالو د ځپلو لهپاره د کونړ په ډېرو سیمو کې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي.
نوموړي دا هم وویل، چې تر اوسه د وټپور ولسوالۍ له کټارکلا سیمې شپږو کورنیو د وسلهوالو له وېرې خپلې مېنې پرېښې دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، اوسمهال کونړ کې د نورو وسلهوالو ډلو تر څنګ داعش ډلې ته هم د یاد ولایت په وټپور، نورګل، ناړۍ، چپېدرې، ماڼوګي او ځېنو نورو ولسوالیو جلب و جذب شروع دی، چې د دغې چارې د مخنیوي په موخه هم له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي، چې تر اوسه دغې ډلې کونړ کې خپل شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسولی دی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې دولتي مامورانو ته د دا ډول شرطونو د اېښودلو په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.