کورونا؛ پروان کې ۲۰ میلیونه افغانۍ له کومې لاسته‌راوړنې پرته لګېدلي

د پروان محلي چارواکو د کورونا پر وړاندې د مبارزې  کمېټې له جوړولو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغې کمېټې له کورونا سره د مبارزې په موخه پر روغتیايي تجهیزاتو ۹ میلیونه افغانۍ لګولې دي.

د پروان د والي مرستیال شاهد چې د دغې کمېټې مسوولیت ور په غاړه دی وايي، یادې کمېټې د دوو زرو بې‌وزله کورنیو لپاره په ۸ میلیونه افغانیو خوراکي توکي پېرلي دي.

که څه هم د حکومت مرکزي ادارې د پروان لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې، خو د پروان د والي مرستیال وايي، تر اوسه روغتیايي تجهیزات او خوراکي توکي د روغتیايي ادارو او خلکو په واک کې نه ده ورکړل شوي.

د پروان د عامې روغتیا په ریاست کې له کورونا ویروس سره د مبارزې مسوول محمدضیا صابري وايي چې عامې روغتیا وزارت هم د روغتیايي تجهیزاتو لپاره ۴ میلیونه افغانۍ د دې ادارې حساب ته ورلېږلي چې نږدې دوه میلیونه یې لګېدلې دي.

هغه وايي، پاتې دوه میلیونه افغانۍ به د تازه ګومارل شویو کارکوونکو د معاشونو په برخه کې ولګوي.

د کورونا پر وړاندې د مبارزې کمېټې د فعالیتونو د څار په شورا کې د رسنیو او مدني ټولنو استازي وايي، د تدارکاتو کمېټې له لوري شوي فعالیتونه نه تاییدوي.

په یاده کمېټه کې د رسنیو استازی عبدالباعث محمدي وايي چې د دغې شورا غړي د روغتیايي تجهیزاتو د بیو اخیستو او پېرلو پر مهال نه وو.

د دغه ولایت خبریالان هم وايي چې د مسوولو ادارو له لوري د پېرل شویو تجهیزاتو نوملړ نه دی ورکړل شوی.

د رسمي راپورونو له مخې، په پروان کې تر اوسه ۵ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او یو هم مړ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام