ولسمشرۍ ماڼۍ په هرات کې له والي او نورو چارواکیو سره د ولسمشر محمداشرف غني د ویډیويي کنفرانس خبر ورکوي.
په دغه ویډیويي کنفرانس کې چې پرون مازدیګر په ارګ جوړ شوی و، د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیالانو، د امنیتي ادارو وزیرانو او نورو حکومتي مسوولانو ګډون کړی و.
ولسمشرۍ ماڼې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په یاد کنفرانس کې ویلي چې په هرات کې د اضطرار حالت او قرنطین موضوع تر څېړنې وروسته یې هوکړه کړې چې اوس په دغه ښار کې بیروبار کم شي.
د هرات والي زیاته کړې چې پر روغتیايي مرکزونو او لپاره یې د تجهیزاتو لپاره هڅې روانې دي. د نوموړي په وینا، اوس په دغه ولایت کې پر کورونا د ۸۰۰ شکمنو کسانو لپاره یې بسترونه چمتو کړي، د دغه ویروس د تخشخیص مرکز په بشپړه توګه فعال دی او ۱۲۵ ډاکټران او نرسان یې ګومارلي دي.
ولسمشر محمداشرف غني په دغه کنفرانس کې ویلي چې د کورونا ویروس پر وړاندې ټول فعالیتونه او اقدامات یې باید دوامداره وي. ولسمشر غني زیاته کړې چې د دولت ټول پام پر هرات ور ټول دی او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.
ولسمشر دغه راز ویلي چې د لومړنیو توکیو د پېر او واردولو برخه کې هېڅ ډول اندېښنه نشته.
ولسمشر غني په هرات کې د بندیانو او بندخونو د وضعیت په اړه ویلي، که څه هم د هېواد نافذه قوانین د بندیانو په اړه وضاحت لري، خو باید د یوې ارزونې او شته شرایطو له مخې، قانوني اقدامات وشي.
تر اوسه په هېواد کې ۴۰ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. د دغه ویروس لومړنۍ ناروغ په بلخ کې ومړ او پرې یو شکمن اخته کس هم په هرات کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.