د غور د والي مرسیتال حبیبالله رادمنش سلاموطندار ته ويلي، تازه دغه ولایت ته له ایرانه راغلیو کسانو د ناڅرګنده لاملونو له کبله مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه درې کسان د پسابند ولسوالي اوسېدونکي دي چې خلکو د هغوی له مړینې وروسته دغه سیمه قرنطین کړې او هېڅوک دغې سیمې ته نه ور پرېږدي.
رادمنش زیاتوي، کوم کسان چې د ناڅرګندو لاملونو له کبله مړه شوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې دي او دوی هڅه کوي چې دغې سیمې ته روغتیايي ډله واستوي.
د غور د پسابند ولسوالي سرپرست عبدالاحد هم د دغو درېوو کسانو د مړینې خبر چې له ایرانه راستانه شوي مني، خو وايي هره ورځ دغې ولسوالي ته لسګونه کسان ورځي او په وینا یې، د دغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ دی.
په ورته وخت کې د غور د پسابند ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولان د حکومت له مرکزي ادارې غواړي چې دې ولسوالي ته روغتیايي ډله ور ولېږي، څو هغه کسان چې له ایرانه راګرځي، معاینه یې کړي.
د پسابند ولسوالي اوسېدونکي نثاراحمد او حمیدالله وايي، حکومت دې غور ولایت ته د تللیو لارو په دروازو کې روغتیايي ټیمونه وګوماري، څو له ایران او نورو سیمو ورتلونکي کسان وګوري.
د دوی په وینا، که محلي او مرکزي اداره د کورونا ویروس د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ونه کړي، انساني ناورین به رامنځته شي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، نن یې د غور پسابند ولسوالي ته یو پلاوی استولی، څو معلومه کړي چې د دغو کسانو د مړینې لامل څه دی.
د غور محلي او روغتیايي مسوولانو تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د درېوو شکمنو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی و چې له څېړنې وروسته یې پایلې منفي ثابتې شوې.