کورونا؛ د هرات روباټ جوړوونکيو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړه

د هرات روباټ جوړوونکيو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړې ده چې له دې وړاندې خلکو ليکلي و چې هرات ولایت کې د کورونا ويروس د خپرېدو د ډېروالي له کبله داسې دستګاوو ته اړتيا لري.

د ياد ولايت سيمه‌ييز مسوولان وايي چې دوی له یادو نجونو غوښتي وو چې داسې يوه دستګاه جوړه کړي چې دې کار لپاره پنځه ټيمونو هڅې پيل کړې.

د هرات روباټ جوړوونکيو نجونو د ټيم مسووله فريده نېکپور سلام‌وطندار ته وايي، دا جوړه شوې دستګاه به ډېر ژر وزامايي او وايي چې دا دستګاه اوس ميخانيکي کار کوي؛ خو تر دوه اوونيو پورې يې د مصنوعي هوښ طرحه امريکا کې د «ام‌ای‌ټي» پوهنتون په مرسته جوړېږي.

نوموړې وايي، ياده دستګاه په اسانۍ سره لېږدول کېږي او تر لس ساعتونو پورې پر بټريو له برښنا پرته کار کولای شي.

د مصنوعي تنفس هرې دستګاه باندې ۳۰ زره افغانۍ لګښت راځي.

د هرات د ولايتي شورا غړی مهدي حدید وايي چې دا دستګاه به نن وازمايل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام