کورنیو چارو وزارت د واشنګټن پوست ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې امریکایي ځواکونه به په کابل کې شپني عملیات پیل کړي.
واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له خولې لیکلي وو چې کابل ښار کې د طالبانو ځېنو ډلو فعالیتونه پیل کړی چې دا شبکې لومړی په نښه کوي او بیا پرې عملیات کوي.
دې راپور کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې لهدې وروسته باید د هغوی امن کورونه په نښه شي او د دې لهپاره به ځانګړي امریکايي ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای کابل کې شپني عملیات او کور په کور پلټنې پیل کړي.
د واشنګټن پوسټ د دې راپور پر وړاندې ځېنو افغان سیاستوالو او کابل ښاریانو کلک غبرګون څرګند کړ.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلام وطندار سره خبرو کې دغه راپور بېبنسټه او له واقعیته لرې بولي او وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې د اړتیا پرمهال کابل کې شپني عملیات وکړي او دې برخه کې له امریکایي ځواکونو سره همغږي هم ډېره شوېده .
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند همدارنګه زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه په کابل کې په کشفي او استخباراتي برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي؛ خو ټول عملیات افغان امنیتي ځواکونه پهځپله کوي.
دا داسې مهال ده چې لهدې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شويوو چې ځېنو لېریو پرتو سیمو کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوايي بریدونو کې ملکي وګړیو ته مرګو ژوبله اوړي او خلک یې پر وړاندې لاریونونه کوي.