د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس امانالله غالب سلام وطندار ته وویل چې د میدان وردګو ولایت له لارې د برېښنا د مزي غځول غزني ـ کندهار او نورو ولایتونو پر وړاندې د میدان وردګو ولایت د یو شمېر اوسېدونکیو لهخوا ستونزې را پیدا شوېدي او د دې پروژې خنډ ګرځي.
ښاغلي غالب زیاته کړه، که د دې پروژې پر وړاندې ستونزې لېرې نهشي؛ د برېښنا له نورو پروژو د ډونرانو پر مرستو منفي اغېز کوي او که د میدان وردګو ولایت چارواکي د یوې اوونۍ په ترڅ کې دا ستونزه حل نهکړي؛ برېښنا به ورباندې بنده کړي.
د ښاغلي غالب په وینا، دوی خلکو ته باج نهشي ورکولی.
د برېښنا شرکت اجرایوي رییس وویل چې دوی میدان وردګو ته د دې ستونزې د حل په موخه خپل سفر کې د یاد ولایت له چارواکیو سره خبرې کړېوې؛ خو ستونزه لا هم نهده حل شوې.
په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د میدان وردګو د خلکو استازی صدیقه مبارز بیا د دې ستونزې پړه پر ناامنۍ اچوي وايي چې خلک بېوسه او بېروزګاره دي، ځکه خو داسې ستونزه را منځته شوېده.
خو د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل پهدې برخه کې امنیتي ستونزې او د خلکو له خوا باجاخېستل ردوي او وایي چې کار دوام لري او ډېر ژر به ستونزه حل پیدا کړي.
د ده په خبره، غزني سره برېښنا نښلول شوې او هغه ولسونه چې ځمکه یې استعمال شوې؛ ژر به د تخریب خساره ورکړل شي او د تل لهپاره به مشکله خلاص شي.
د میدان وردګو، غزني، زابل او څو نورو ولایتونو ته د برېښنا مزو غځولو پروژه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې یا USAID)) په مرسته د ۲۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي.
د یادې پروژې چارې تر ډېره بشپړې شوي؛ خو په میدان وردګو کې هغه خلک ـ چې د برېښنا پایې یې په کرنیزه ځمکه کې تېرې شوي ـ د ځمکې د تخریب په بدل کې له دولته پیسې غواړي.
پرون وزیرانو شورا په عمومي غونډې کې هم د دې ستونزې په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.