«که اساسي قانون همداسې نقض شي؛ د نمانځلو پرځای یې ماتم نیسو»

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې نن کابل کې د اساسی قانون د تصویب پنځلسمې کلیزې په مناسبت خبري غونډې ته وویل، د تاریخ په اوږدو کې له اساسي قانونه تر ټولو ډېرې سرغړونې اوسني حکومت کې شوي.

د حقوق‌پوهانو ټولنې غړی سبحان مصباح وايي، د ملي یوالي حکومت چارواکیو د اساسي قانون له ۱۶۲ مادو څخه ۱۲۲ مادې تر پښو لاندې کړې‌دي.

نوموړی د دې ورځې نمانځلو پرځای دا ورځ د اساسي قانون له‌پاره د ماتم ورځ بولي او زیاتوي، د اساسي قانون زیاتره مادې د افغان چارواکیو له‌خوا نقض شوې‌دي.

په همدې حال کې د حکومت اجرایوي رییس د ملي یوالي حکومت کې اساسي قانونه سرغړونه مني او وايي، حکومت د قانون پلي کولو ته ژمن دی.

ډاکترعبدالله عبدالله د اساسي قانون د پنځلسمې کلیزې نمانځلو په تړاو یوې بلې غونډې ته وویل، په څو میاشتو ځنډ سره د ولسمشرۍ ټاکنو کې کول ـ چې د حقوق‌پوهانو ټولنه یې د اساسي قانون نقض بولي ـ د سیاسي مصلحت له‌پاره نه بلکې، د رڼو ټاکنو په موخه پورته شوی.

د هغه په وینا، د یو شمېر ادارو لغوه کول هم د تقنیني فرمان په اساس شوي او په‌دې تړاو به د اساسي قانون د پلي کولو څار کمېسیون سره یو ځای کار وکړي

د اساسي قانون د تصویب پنځلسمې کلیزې نمانځغونډې ته د اساسي قانون د پلي کېدو څار کمېسیون رییس قاسم هاشمزي وویل، دوی د اساسي قانون پلي کولو کې ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دولت درې‌ګونې قواوې باید دوی سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام