کندوز کې امنیتي پوستو ته د تونل د کیندلو پرمهال ۳ طالبان نیول شوي

د کندوز امنیتي مسوولان وايي، چې په‌دې ولایت کې یې په‌داسې مهال  ۳ طالبان نیولي، چې امنیتي پوستو ته د ځمکې له لارې د تونل پر کېندلو بوخت وو. وايي، چې دا درې‌واړه کسان وروڼه دي.

د کندوز په امام ولسوالۍ کې د ملي اردو د اولې لوا د درېیم کنډک د همغږۍ امر بشیر احمد فدايي سلام وطندار ته وویل، چې دا ۳ تنه یې د دې ولسوالۍ په اسماعیل کلي کې داسې وخت نیولي، چې د ۱۵۰ مترو او ۶۰ مترو په اوږدوالي یې دوه تونله کیندلي وو او امنیتي پوستو ته د نږدې کېدو په حال کې وو.

د هغه پر وینا، دغو کسانو د یو کور له دننه له یوې اوونۍ راهیسې د دغو تونلونو په کيندلو پیل کړی و.

په ورته وخت کې د امام ولسوال امام‌الدین قریشي د دې خبر په تایید سره وايي، چې طالبان د تونلو د کیندلو ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي او هره ورځ له ۱۰ نیولې تر ۳۰ مترو پورې امنیتي پوستو ته رامخکې کېږي.

طالبانو تېر کال هم د دې ولایت د دشت‌ارچي ولسوالۍ په پل‌مومن سیمه کې د یو تونل له لارې په یوې امنیتي پوستې برید کړی و او د ملي اردو نږدې ۱۰ سرتېرې یې وژلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام