د کندوز د نظم عامه پولیسو د کندوز ـ شېرخان بندر په لویه لاره د پلټنې پوستې سره دوه ملکي وګړي وژلي دي.
پهدې اړه د کندوز یو شمېر اوسېدونکیو لاریون کړی او د کندوز ـ شېرخان بندر لاره یې تړلې ده.
لاریونوال وايي، نن سهار مهال چې کله له کندوزه د شېرخان بندر پر خوا روان وو؛ د نظم عامه یو پولیس ترې پيسې وغوښتې چې د نه ورکولو پرمهال پرې ډزې وشوې او دوه تنه یې ووژل.
د لاریونوالو په خبره، دوی د یو خپلوان واده ته روان وو چې له دې پېښې سره مخ شول.
دوی د یو پرېکړهلیک په خپرولو سره د یاد پولیس لهپاره قانوني جزا غواړي او خبرداری ورکوي، که یې غوښتنو ته رسیدهګي ونهشي؛ د کندوز ـ شېرخان بندر لویه لاره به د تګ ـ راتګ لهپاره وتړلي.
د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري د دې خبر په تایید سره وايي چې امنیتي مسوولان باید د دا ډول خپلسرو کارونو مخه ونیسي چې عامو وګړیو ته زیان ونه رسېږي.
خو امنیتي مسوولان د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه وايي.
لهدې مخکې هم د کندوز اوسېدونکیو د عامه نظم د پولیسو د پلټنو له پوستو شکایتونه کړيوو.