کندهار کې ځانمرګي برید د مدرسې ۱۱ زده‌کوونکي وژلي

د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مطیع‌الله هلال سلام‌وطندار ته وویل، یوې دیني مدرسې ته څېرمه یو ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکیو توکیو ډک موټر د رومانیايي سرتېرو د ګزمې پر کاروان الوزولی دی.

مطیع‌الله هلال وايي، په دې پېښه کې د مدرسې ۱۱ زده‌کوونکي وژل شوي دي او ۵ رومانیايي سرتېري، ۲ پولیس او ۹ تنه ولسي‌وګړي ټپيان شوي دي.

دغه برید د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ملا عبدالله  کلي په سیمه کې شوی دی.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي، روغتون ته  ۳ مړي او ۸ ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه وايي، روغتون ته وروړل شوي ټول ولسي خلک دي.

مسوولان وايي، په پېښه کې ښځې او ماشومان چې په لاره تېرېدل هم ژوبل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام