کندهار کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وویل، دوه هغه روغتیايي کارکوونکي چې شکمن وو ګواکې پر کورونا ويروس اخته شوي کس سره يې تماس درلود، له قرنطین وروسته تښتېدلي دي.
د سرچینې په وينا، یاد کسان د قرنطین پرمهال د اسانتیاوو د نه موجوديت له کبله تښتېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولايت کې يو کس چې د روغتيا د برخې کارووکونکی دی، پر کورونا ويروس اخته شوی.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
يادې کړنې د کندهار اوسېدونکي اندېښمن کړي. دوی وايي، د نه پاملرنې له کبله به د ياد ويروس خپرېدو ته لار هواره شي.