د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، دوی هغه نفوذي پولیس نیولی چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې يې خپل ۸ ملګري په ډزو وژلي و.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دُراني نن چهارشنبه سلام وطندار ته وویل، تیره ورځ غرمه مهال يې د ښار د ۹مې ناحيې د « لويې ویالې» په سیمه کې يې دغه نفوذي پولیس نیولی دی.
د نوموړي پر وینا، نیول شوی پخوانی پولیس ثناءالله نومیږي او د لومړنیو معلوماتو لهمخې یوځل بیا د وسلهوالو طالبانو لهخوا لمسول شوی و، چې دا ځل په خاکرېز ولسوالۍ کې د پولیسو لیکو ته ځان سوق او خپل ملګري پولیس ووژني.
یاده دې وي، چې ثناء الله څه موده وړاندې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې خپل ۸ ملګري پولیس وژلي او وسلې يې په سیمه کي یوتن سیمهییز قومندان مولوي عبدالعلي ته تسلیم کړي و.
وسلهوالو طالبانو تراوسه د خپل یاد نیول شوي ملګري په اړه څه نه دي ویلي، خو د کندهار یو شمیر ښاریان د پولیسو له جلب او جذب قوماندانۍ څخه هیله کوي، چې دا شان کسان د پولیسو په لیکو کي وګوماري، چې پېژندل ښوي او یوې مهمې سرچینې ضمانت کړی وي.
کندهاریان وايي، چې عسکري نظام باید عسکري وي او په دغه نظام کې نورو روابطو ته اهمیت ورکول لوی زیان رسولی شي.
د فرهان په نوم یو تن د دغه شخص د نیولو په اړه خوښي څرګندوي او وايي، چې د پولیسو په لیکو کې باید وړ او تضمین شوي اشخاص جذب شي.
محمد عثمان پوپل وايي، چې په دولتي نظام کې باید ضوابطو ته اهمیت ورکول ناوړه پایلې له ځانه سره لري.
د ویلو ده، دا لومړی ځل دي، چې په کندهار کې یوتن نفوذي پولیس د خپلو ملګرو تر وژنې او د هغوی د وسلو تر تښتونې وروسته نیول کیږي.
د زابل تر یادې پيښې وړاندې په روزګان، هلمند او کندهار کې یو شمیر ورته پيښې رامنځته شوي، خو تراوسه يې عاملین نه دي نیول شوي .