کندهار کې د «کابل نیوز» خبریال ووژل شو

د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په غلچکي برید کې وژل شو

د کندهار پرېس‌کلب مسوول جاویداحمد تنویر سلام وطندار ته وویل، نن سهار په کندهار ښار کې «یارانه مارکېټ» ته نږدې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په غلچکي برید کې وژل شو.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز هم د پېښې پخلی کوي.

عبدالمنان ارغند ته له‌دې ځېنې اخطارونه ورکول شوي‌وو.

نوموړی له تېرو ۸ کالو راهیسې له بېلابېلو رسنیو سره خبریالي کوله.

څه باندې یو کال مخکې په همدې ښار کې د کندهار ولایت د مطبوعاتي ډلې یو همکار، لیکوال او څېړونکی عبدلفغور پېرزو د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د پېښې د مسوولیت په اړه چا څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام