د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د پوليسو يوه قومندان او ملګرو يې پر يوه ماشوم جنسي تېری کړی دی.
دوی وايي، د دغې ولسوالۍ «کارېزک» سیمه کې د ملا روزي په نوم د یوې امنیتي پوستې قومندان د خپل ګاونډي زوی په زور ځان سره پوستې ته بیولی او خپلو ملګرو سره یو ځای یې له ډلهییز جنسي تېري وروسته وژلی دی.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی د جنسي تېري موضوع ردوي خو وايي، دغه هلک ۲ ورځې وړاندې نامعلومو کسانو په وهلو ډبولو وژلی دی.
د هغه په وینا، د سیمې اوسېدونکيو د ادعا پر بنسټ يې د امنیتي پوستې قومندان او ملګري نیولي چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
تر اوسه د هلک کورنۍ رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د يادولو ده چې تېره اوونۍ کندهار ښار کې د یوې داسې مېرمنې جسد وموندل شو چې د سر او مخ پوستکی یې اړول شوی وو.