کمې بودیجې د هلمند د ښوونځیو د تړل کېدو وېره راپيدا کړې

 

د هلمند ولایت د پوهنې رياست مسولينو له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې سږ کال د پوهنې وزرات له خوا د دغه ولایت پوهنې ریاست ته کمه بودیجه ورکړل شوې ده.

د دوی پر وینا، ښايي د دغې کمې بودیجې له امله ځېنې ښوونځي و تړل شي.

د پوهنې ریاست مسولین وايي، چې دوی ته د تېر کال په پرتله سږ کال ۶۴ میلیونه افغانۍ کمه بودیجه ورکړل شوې ده.

د هلمند د پوهنې ریيس عبدالمتين جعفر سلام وطندار ته وویل، چې په تېر يو کال کې يې ۱۰۰ ښوونځي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوي وو؛ پرانیستي دي.

نوموړی د ۱۸ نوو ښوونځیو د جوړېدلو خبره هم وکوي، وايي، چې د بودیجې د کموالي له امله د پوهنې بهیر د ټکني کېدو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د پوهنې وزارت له لوري دغه ریاست ته ۳۴۷ میلیونه ۹ لکه او ۷۶ زره بودیجه ور کړل شوې وه، خو سږکال ورته ۲۸۳ میلیونه ۹ لکه او ۹۸ زره بودیجه ور کړل شې ده.

 د بودیجې دغه شمېر ښيي، چې سږ کال د هلمند ولایت پوهنې ریاست ته د تېر کال په پرتله نېږدې ۶۴ میلیونه افغانۍ کمه بودیجه ورکړل شوې ده. 

له بل لوري د دغه ولایت مدني فعالان وايي، که مرکزي حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړې؛ د پوهنې بهیر به له ستونزه سره مخ شي.

مدني فعال اغا محمد قریشي وايي، چې د خپلو مدني حرکتونو له لارې به  حکومت دې برخې ته متوجه کړي او د بودیجې د کمښت ستونزه به پرې حل کړي.

د هلمند یو بل مدني فعال عادل سلام وطندار ته وویل، چې د پوهنې وزارت باید د دغه ولایت لاسته راوړنې وساتې، نه دا چې پر کارونو یې خاورې واړوي.

په هملند ولایت د پوهنې ریاست د چارواکو له خوا په داسې حل کې د بودیجې د کموالي له امله د ښوونځیو د تړل کېدلو خبرې کیږي، چې په دې ولایت کې لا هم د ۱۰۰ ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام