کرېکټ نړیوالې شورا د چمپینزټرافۍ ۱۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د انګلیستان په کوربتوب د ۸ پړاو چمپینزټرافي کرېکټ سیالیو پاې ته رسېدو سره سم د کرېکټ نړیوالې شورا (اي، سي، سي) له‌خوا د ۱۲ کسیزې غوره لوبډلې نوملړ اعلان شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه لوبغاړي په چمپینزټرافي سیالیو کې د ښه ځلېدو له کبله د لوبډلې ضرورت او کارکردګۍ ته په کتو غوره شوي، چې د اتلولۍ جام یې له دفاعي اتلې هندوستان څخه د لومړي ځل له‌پاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې وګټلو.

په اعلان شوې ۱۲ کسیزه لوبډله کې د لومړي ځل اتلې پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې څخه زیات ۴ لوبغاړي غوره شوي دي، خو له سویلي افریقې، سریلانکا او اسټرالیا څخه هېڅ لوبغاړي په دې ۱۲ کسیزه ډله کې شتون نه لري.

له اتلې پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې څخه په ۲۵۲ منډو پښتون اوپنر فخرزمان، په ۱۳ وېکټو د دغه ټورنامنټ غوره لوبغاړی او د سرو زرو بال ګټوونکی حسن علي، پاکستانی کپتان سرفرازد احمد د دې لوبډلې کپتان ټاکل شوی، چې ورسره په ۸ وېکټو پاکستانی بالر جنید خان د لومړي بالینګ له‌پاره غوره شوي دي.

له هندوستان څخه د سږ کال ټورنامنټ د سرو زرو بېټ ګټوونکی اوپنر شیکر دهوان په زیاتو ۳۳۸ منډو مخکښ بېټسمین وو، چې ورسره له هندوستان څخه په ۲۵۸ منډو ویراټ کوهلي او په ۷ وېکټو بهونیشورکمار غوره شوي دي.

له انګلیستان څخه په ۷ وېکټو عادل رشید ، په ۲۵۸ منډو جوو روټ او په ۱۵۸ منډو او ۳ وېکټو ال راونډر بین سټوکساو له بنګله دېش څخه په ۲۹۳ منډو اوپنر بېټسمین تمیم اقبال اخیستل شوي دي.

دغه راز نیوزیلینډې کپتان تکړه لوبغاړې کین ویلیمسن بیا ۲۴۴ منډو د یادې ۱۲ کسیزې غوره لوبډلې دولسم شمېره لوبغاړی اعلان شوی دی.

د ۸ ګډون کوونکو هېوادونو له ډلې بیا د سویلي افریقې، سریلانکا او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو څخه هېڅ لوبغاړی د غوره کوونکي جوري له‌خوا نه دی غوره شوی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د چمپینزټرافي سیالۍ دغوره کوونکو کرېکټ کارپوهانو د جورۍ له‌خوا له نږدې څارل شوې وې، چې د کرېکټ نړیوالې شورا د عمومي مدیر په مشرۍ او د درې معتبرو رسنیو خبریالانو ترڅنګ د انګلیستان پخوانی کپتان مایکل اترټن، دهندوستان پخوانی کپتان سورف ګنګولي او پاکستانی رمیز راجه شتون درلود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام