کرکټ کې لومړۍ بریا او دهیوادوالو اتڼونه

افغانستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې سکاټلیند ته ماتې ورکړه

په دې سره افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو کې خپله لومړۍ بریا خپله کړله.

په نننۍ سیالۍ کې د سکاټلیند لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړله او افغان لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

 په ځواب کې لومړی افغان لوبډله ښه پر مخ روانه وه خو وروسته یې په پرله پسې توګه د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د سیالۍ ګټلو چانس یو څه کم بریښیده.

خو د لوبې په دوام سمیع الله شینواري د ۹۶ منډو پرمټ او په وروستیو شیبو کې حمید حسن او شاهپور ځدراڼ په بې سارې اتلولۍ سره دیوې ویکټې پر مټ حتمي ماتې په بریا بدله کړله.

دحکومت اجرايوي رییس عبدالله عبدالله لوبه کې په بریا د کرکټ ټولو مینوالو ته مبارکي ویلې ده، همدا ډول د میدان وردګو والي مجید خوګیاڼي هم په بریا خوښي ښودلې ده.

اجرايوي رییس د سمیع الله شینواري لوبه ستایلې او په بریا کې یې دهغه ونډه ستره بللې ده.

تر دې وړاندې افغان لوبډله دبنګلدیش په خلاف نه وه ځلېدلې او د سریلانکا سره سیالي یې په کم توپیر وبایله.

په ۳ واړو سیاليو کې افغان بالر او توپ وهنکي سمیع الله شینواري ښه لوبه کړې او دنن ورځ سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.

د توپ اچونې په برخه کې نن شاپور ځدران د سکاټلېنډ ۴ لوبغاړی او دولت ځدران ۳ لوبغاړي سوزولي و.

که څه هم د لوبې په دوام کې په ټولنیزو شبکو پر افغان لوبډلې توندې نیوکې روانې وې او توپ وهونکي یې غندل خو لوبه کې په بریا ګرمې ګرمې مبارکۍ مینوالو یو بل ته ورکولې.

زمونږ دخوست خبریال زمان نظري وايي، چې هلته دافغان لوبډلې مینوالو دغه خوښوي په اتڼونو او ډزو ولمانځله.

له دې وروسته افغانستان انګلینډ، نیوزیلینډ او اسټرالیا لوبډلو سره سیالۍ لري، چې سلام وطندار راډيو یې په ژوندۍ بڼه خپروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام