کرکټ بورډ: د ملي ټیم روزونکي ورته د دندې پرېښودو خبر نه‌دی ورکړی

افغان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لالچاند راجپوت افغانستان ته د راتګ وړاندې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې ترلاسه کولو له‌پاره خپل اسناد جمع کړي وو، خو نوموړي تراوسه له افغان کرکټ بورډ سره د دندې پای ته رسولو پریکړه نه‌ده کړې.

د کرکټ بورډ ځای ناستي عمومي مشر دوست محمد نظري سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، مشر روزونکي لالچاند راجپوت د هندوستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې ترلاسه کولو له‌پاره انتظار کې دی، خو تراوسه یې افغان کرکټ بورډ ته له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د روزنې دندې پریښودو په اړه خبر نه‌دی ورکړی.

هندي رسنۍ "ټایمز اف انډیا" ویلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي لالچاند راجپوت د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندي له‌پاره نوملیکنه کړې ده، چې د یوشمیر کاندیدو روزونکو په اړه د هندي کرکټ بورډ مشورې روانې دي.

هندي روزونکي لالچاند راجپوت د تیر ۱ کال راهیسې په ۲ کلن تړون د انضمام الحق د تګ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونه په غاړه لري.

نظري وویل، که هندی کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي لالچاند روزنې له‌پاره غوره کړي، نو باید افغان کرکټ بورډ ته د تګ وړاندې د دندې پریښودو خبر ورکړي او د قانوني لارو دنده پریږدي.

دوست محمدي نظري زیاته کړه، که لالچاند له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره دنده پریږدي نودوی به د بل ښه روزونکي په ټاکنه کې مشکل و نه‌لري.

د نوموړی په وینا، تراوسه یې کوم ځانګړی روزونکی نه‌دی غوره کړی، خو افغان کرکټ بورډ د امکان په صورت کې د لالچاند راجپوت د ځاي ناستي له‌پاره نور روزونکي هم په نظر کې لري.

ځاي ناستي مشر وویل، افغان کرکټ ملي لوبډله مهم ټورنامنټونه او سیالۍ په مخ کې لري او که بل روزونکي نیسي، نو ټولو اړینو اړخونو ته په پام سره به افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ښه روزونکي وټاکي.

د هندي روزونکي ۵۵ کلن لالچاند راجپوت وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستاني انضمام الحق هم، چې د روزنې هیڅ تجربه یې نه‌لرله له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د ۶ میاشتو کامیابه روزنه وکړه.

خو نوموړي هم د نوم پیدا کولو وروسته افغان کرکټ بورډ ته د تړون او وړاندې خبرداري پرته پاکستان ور وغوښت، ورته یې د مشر روزونکي دنده وسپارله او افغان کرکټ ملي لوبډله یې په نیمه لار کې پریښوده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام