افغان کرکټ بورډ د هلمند او ارزګان بې ځایه شویو او جنګ ځپلو سره د مرستې په موخه د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ له پاره لوبډلې اعلان کړې.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزی د چیرمین غوره کرکټ لوبډلې کپتان پاتې شوی، خو ځوان نجیب الله ځدران بیا د نبي عیسی خیل پر ځای د کرکټ بورډ غوره لوبډلې کپتاني ترلاسه کړی.
ټاکل شوې ده، چې د مرستې راټولنې او د (سولې او ژوند) تر نامه لاندې دغه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ په کابل-الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
که له یوه اړخه یو شمیر نورو ځوانانو ته چې په روانو کورنیو کرکټ سیالیو کې ښه ځلیدلي چانس ورکړل شوی، خو شاپورځدران، دولت ځدران او شفیق الله شفق د نامعلوم دلیل له کبله په اعلان شویو لوبډلو کې نه دي غوره شوي.
دغه راز محمد نبي عیسی خیل، شهزاد محمدي او راشد ارمان بیا په دې نمایشي کرکټ سیالۍ کې له دې کبله ګډون نه لري چې د بنګله دیش په کوربتوب ۴م پړاو (بي، پي، ایل) سوداګریزو کرکټ سیالیو کې به و لوبیږي.
رحمت شاه زرمتی، عبدالله مزاري، نوین الحق او نورعلي ځدران چې تیره سیالۍ کې یې شتون درلود د راتلونکې جمعې ورځې سیالۍ ته نه دي غوره شوي.

د چیرمین غوره لوبډلې سره د کپتان ترڅنګ عثمان غني، جاوید احمدي،نورومنګل،، افسرځاځی، امیرحمزه هوتک، فرید ملک، سید شیرزاد، ضیا الرحمان اکبر، حشمت الله شهیدي، کریم جنت، ګلبدین نایب او نجیب ترکی لوبېدو ته ټاکل شوي دي.
دغه راز د ځوان نجیب الله ځدران په کپتانۍ کې بیا له کرکټ بورډ غوره لوبډلې سره احسان الله جنت، سمیع الله شینواری، افتاب عالم، حضرت الله ځاځي، کریم صادق، عمران جنت، ابراهیم ځدران، نجات مسعود، شرف الدین اشرف، فضل نیازی او ناصرجمال احمدزی ملګري دي.

افغان کرکټ بورډ تیره اونۍ هم د سر په سر دویم کال له پاره د کندوز جنګ ځپلو او بې ځایه شویو خلکو له پاره د مرستې راټولنې سیالۍ ترسره کړه چې په کې سلګونه زره افغانۍ او زیات شمیر خوراکي توکي را ټول شول، چې د یوه کمیسیون له خوا به په اړمنو خلکو وویشل شي.






