د افغانستان خلاف سیالۍ وړاندې انګلستاني ال راونډر کریس جورډن د راتلونکي جمعې په ورځ له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د وروستۍ لیګ سیالۍ وړاندې رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان خلاف به د بریا کوښښ وکړي.
د جورډن په وینا دا چې دوی په روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دوهم پړاو ته لاره پیدا نکړای شوه نو ټوله لوبډله خواشینی او په قهر ده.
د نوموړي په وینا چې د انګلستان لپاره ټولې کرکټ لوبې د دوی لپاره یو ارزښت لري ، دوی د افغانستان خلاف د لوبیدو چانس لري، او باید چې دوی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خلاف د بریا په خپلولو سره روان نړیوال جام سیالیو سره په بریا مخه ښه وکړي او د بنګله دیش خلاف د ماتې په زخمونو پټۍ کېږدي.
جورډن د یوې پوښتنې په ځواب کې دا رد کړه چې ګواکې انګلستان په روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې له ویری ډکې لوبې ترسره کړی.
دغه راز ویل کېږي چې انګلستانې اوپنر بیټسمین معین علي او ال راونډر بالرکریس ووکس به د افغانستان خلاف لوبه کې له انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره ونه لوبیږي.
د بي بي سي د راپور له مخی چې دواړه لوبغاړي د بنګله دیش خلاف وروستۍ سیالۍ کې ټپی شویدي چې پکې انګلستان د ماتې په خوړلو په روان نړیوال جام سیالیو کې د مخکې تګ چانس له لاسه ورکړ.
ټاکل شویده دافغانستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ به د کرکټ نړیوال جام سیالیو وروستۍ لیګ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ په سیډني کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
دیادونې وړ ده چې افغانستان او انګلستان تراوسه په ترسره شویو روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې پنځه پنځه لوبې ترسره کړيدي چې دواړه لوبډلې یواځې سکاټلینډ ته په ماتو ورکولو بریالۍ شویدي.
د یادونی وړ ده چې دا د کرکټ نړیوال جام سیالیو په 40 کلن تاریخ کې لومړی ځل وو چې انګلستان هیڅ کومی ټیسټ لوبډلې ته په ماتی ورکولو نه بریالی کېږي