د اسپانوي کلب ریال ماډرېډ لهپاره لوبېدونکی دغه پرتګالی لومړی فوټبال لوبغاړی شو، چې د اروپا فوټبال اتلولۍ لیګ سیالیو کې له نورو مخکې ۱۰۰ ګولونه ترسره کوي.
د انډیا ټو ډې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، کرسټیانو رونالډو تېره شپه د ریال ماډرېډ لوبډلې په ګټه د کوربه بایرن مونیخ خلاف د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ په لومړي "تګ" پړاو کوارټرفاینل لوبه کې ۲ ګولونه ووهل او دا ریکارډ یې په خپل نوم کړ.
د تېرې شپې په سیالۍ کې ریال ماډرېډ د رونالډو د ګولونو په وسیله ۲ د ۱ ګول په وړاندې کوربه بایرن مونیخ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، کرسټیانو رونالډو تراوسه ۹۸ ګولونو د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالیو کې او ۲ ګولونو د اروپا فوټبال کلپونو په سوپرکپ سیالیو کې وهلي دي.
د پرتګالي لوبغاړي ریکارډ ۱۰۰ ګولونو کې ۸۲ د اسپانوي ریال ماډرېډ او ۱۶ ګولونه بیا د انګلستاني مانچسټریونایټېډ فوټبال کلب په ګټه ترسره کړي دي.
د کرسټیانو رونالډو سرسخت سیال او د فوټبال نړۍ مشهور لوبغاړی د اسپانوي فوټبال کلپ بارسلونا لهپاره لوبېدونکی ارجنټایني لیونیل میسي بیا په ۹۴ ګولونو دویم مقام له ځان سره لري.
کرسټیانو رونالډو له ۲۰۰۳ کال راهیسې دغه ګولونه ترسره کړي چې تراوسه د دواړو فوټبال کلپونو په ګټه په ۱۳۶ سیالیو کې لوبېدلی دی.
ریال ماډرېډ به د روان جام په "راتګ" پړاو کوارټرفاینل لوبه کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د بایرن مونیخ خلاف په خپل کوربتوب د لوبې ډګر ته ووځي.
په روان جام کې د ریال ماډرېډ لوبډلې لوبې ته په کټو د فوټبال کارپوهان او مینهوال په دې باوري دي، چې ریال ماډرېډ به سږکال د دې چانس ولري ترڅو د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ په سیالیو کې د لومړي فوټبال کلب په توګه د خپلې تېرې اتلولۍ دفاع وکړي.