د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د «رجینټ پلازې» په نوم یو هوټل کې اورلګېدنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په هوټل کې دا اورلګېدنه د هوټل په ځمکتلي کې له پخلنځي نه راپیل شو، چې تر ۶ منزله ورسېده. د اورلګېدنې پر مهال د هوټل ساتونکيو د اور د مخنیوي د هڅو په پایله کې په اور کې بند پاتي وو، چې د اطفاییو له راتګ سره سملاسي وژغورل شول.
د سند اعلی وزیر مراد علي شاه ځایي چارواکیو ته د پېښې د سپیناوي په اړه امر کړی دی. ده د کراچۍ چارواکیو ته ویلي، چې د پېښې د پلټنې له پاره د کورنیو چارو وزارت په شمول یو کمېسیون جوړ او بشپړ معلومات له ده سره شریک کړي.
د اورلګېدنې پر مهال ډېرو کسانو د هوټلونو له کړکیو نه ځانونه ګوزار کړي دي، چې ځېنې د سختو ټپونو له امله روغتون ته رسول شوي دي.
دغې اورلګېدنې تر ۳ ساعتونو پورې دوام وکړ.
د جناح روغتيايي مرکز د پېښو د برخې مسوولې سیمیا جمالي رسنیو ته ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې د ۳ ډاکټرانو او ۵ مېرمنو په ګډون د ۱۰ کسانو جسدونه روغتون ته ورړول شوي دي.
د ډاکټرانو پر وینا، د هوټل په ودانۍ کې د لوګي له امله ۷۵ تنو ضرر لیدلی دی، چې ډېرو هغو ته یې لومړني روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي.
د ایدهي فونډېشن مشر فیصل ایدهي رسنیو ته ویلي، چې د پېښې پرمهال د هوټل د مسوولینو له ډلې هېڅوک نه وو، چې دوی ته یې لارښوونه کړې وی. دی زیاتوي، چې د زیاتو لوګیو له امله هوټل ته د ننوتلو لارې او دروازې نه معلومېدلې.
فیصل زیاتوي، اټکل کېږي، چې د وژل شویو شمېره له ۱۲ نه تر ۱۳ پورې رسېږي.
له دې مخکې هم په کراچۍ کې په ۲۰۱۲ کال کې د سینګارتوکیو په یوې فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۲۸۹ تنه وژل شوي وو.