کانکور کې د لوړو نومرو اخیستونکي د ښوونیز نصاب پر زوړوالي نیوکه کوي

د روان ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلانېدو سره وروسته، اوس په دې ازموینه کې د لوړو نومرو اخیستونکي د ښوونځیو د کتابونو د زوړوالي په اړه شکایت کوي.

د دوی په وینا، د څو کلونو په تېرېدو سره اوس هم په ښوونځیو کې ښوونیز نصاب نه دی بدل شوی.

د سږ کال په کانکور ازموینه کې د لوړو درجو لرونکي وايي، که څه هم د پوهنې وزارت مسوولان تل د ښوونیز نصاب پر سمون او بدلون ټینګار کوي، خو دغه کار تر اوسه نه دی عملي شوی.

په کانکور ازموینه کې د لوړې درجې اخیستونکي نصیحه، توریالی او شمسیه وايي، د هېواد ښوونیز نصاب له ۱۳۹۰ او ۱۳۸۹ راهیسې پر خپل ځای دی.

د دوی په وینا، پوهنې وزارت باید پر ښوونیز نصاب چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخه کې د بنسټ په توګه یادېږي، نوی او د وخت له غوښتنو سره سم جوړ کړي.

خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د ښوونځیو د ښوونیز نصاب په اړه د بدلون چوکاټ چمتو شوی او لا هم د ښوونیز نصاب پر سمون او بدلون کار روان دی.

هغه وايي، تر اوسه یې د لومړي، دویم او درېیم ټولګیو نصاب نوی کړی او د نورو ټولګیو پر نصاب هم کار روان دی.

زده‌کوونکو تر دې وړاندې هم د ښوونیز نظام د زوړوالي په اړه شکایتونه کړي او په وینا یې، اوس د زده‌کړې لپاره د ښوونځیو د کتابونو محتوا بسنه نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام