د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین سیدعبدالکریم هاشمي وايي، د افغانستان په ځېنو ادارو کې کارکوونکیو سره ناوړه چلند کېږي او په کاري چاپېریال کې ځېنې مېرمنې له جنسي ځورونو سره هم مخ شوېدي چې پر وړاندې یې باید جدي مبارزه وشي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین دا خبرهې د هېواد د خپلواکۍ اخېستلو سلمې کلېزې او د کارګرانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه زیاته کړه، ځېنو مواردو کې مېرمنو ته ویل کېږي؛ که د مسوول غوښتنه ونه مني؛ نو معاش به یې کم شي یا به یې له کاره وباسي.
لهدې مخکې د خصوصي سکتور یو شمېر کارکوونکیو هم ځېنو مواردو کې د خپلو قانوني حقونو تر پښو لاندې کېدو څخه شکایت کړیو.
ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې د خصوصي سکتور د کارکوونکیو حقونو خوندیتوب لهپاره یې ارزونه پیل کړېده.
ښاغلي هاشمي وویل، پهدې اړه یې د لومړي ځل لهپاره په عملي توګه کار پیل کړی چې څه موده مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي دې برخې کې کابل کې یوه خصوصي ټلوېزیون څخه د کارکوونکیو تنخوا، کاري امتیازونو او نورو سهولتونو په اړه پلټنې هم کړېدي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین زیاتوي، په ټولو خصوصي ادارو کې پلټنې کوي چې د کارګرانو او د کارکوونکیو قانوني امتیازونه او حقونه ضایع نهشي.
دا څرګندونې داسی حال کې مطرحېږي چې د وزیرانو شورا څه موده وړاندې د خصوصي سکتور د کارکوونکیو لهپاره د تقاعد ترلاسه کولو، بیمې او ځېنو نورو اسانتیاوو برابرولو په موخه یوه مقرره تصویب کړه چې د عمليکېدلو امکانات به یې د وخت په تېرېدلو سره روښانه شي.
ورته مطالب:
جوزجانۍ مېرمنې د جنسي ځورونو وېرې کورناستې کړي
په کاري چاپېریال کې جنسي ځورونو ښځې منزوي کړې دي