کابل کې په یوه شپه او ورځ کې له ۶ زرو ټنو زیاتې خځلې تولیدیږي

په پلازمېنه کابل کې د خځلو د زیاتوالي په اړه د کابل اوسېدونکو د اعتراض په ځواب کې د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست مسولین وايي، چې په ښار کې د خځلو زیاتوالي او نه لیږد لامل د سون توکو او د خځلو لېږدونکو موټرو کموالی دی.

د کابل ښاروالۍ د پاکوالي ادارې رییس سلام وطندار ته وویل، چې په کابل ښار کې د یوې شپې او ورځې په اوږدو کې د کابل ښار له بېلا بېلو برخو څخه  له ۶ زرو ټنو څخه زیاتې خځلې راتولیدیږي، د خځلو زیات اندازه تولید د راټولو او پاکوالي چارې یې له ستونزې سره مخ کړي دي.

د حبیبي پر خبره، دغه ریاست په پام کې لري، چې په دغو لږو امکاناتو سره په ښار کې ډېرۍ شوې خځلې را ټولې او په پوره ډول ښار ترې پاک کړي.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او پروګرامونو رییس کاظم همایون سلام وطندار ته وویل، چې په ښار کې د خځلو زیاتوالي لامل په ښار والۍ کې د ښار له پاره د منظم پلان نشتوالی دی.

همایون وايي، تر هغې چې ښاروالۍ  د خځلو د پاکوالي په پار سالم مدیریت او اوږدمهال پروګرام و نه لري نه شي کولی، د خځلو زیاتوالي مخه ونیسي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او پروګرامونو برخې مسول وايي، د کابل ښاروالۍ د ښار خځلو د راټولولو له پاره هیڅ ډول پروګرام نه لري په استثنا د عمومی حشر څخه.

همایون زیاته کړه، چې په کابل ښاروالۍ کې د خځلو د ذوب او تولید له پاره پروګرام نشته او ورځ تر بلې د ښار نفوس زیاتیږي، چې د کابل په څنډو کې د نویو ودانیو چارې يې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

په کابل کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د کابل ښار او د ښار په څنډو کې د خلکو ګڼه هستوګنه د ښاروالۍ له کنترول څخه ووته او په ښار کې د استوګنې کلتور مات شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام