د چاپېریال ساتنې ادارې او د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې په کابل کې یې ۲۳۸۵ دودجن موټر درولي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاهزمان میوندي وايي، د ژمني عملیاتي پلان د پلي کېدو په دوام یې د جمعې لمنځونو په ۲ زرو خطبو کې د چاپېریال ساتنې پیغامونه خلکو ته رسولي دي.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه نیمه میاشت کې یې ۱۲۴ حمامونه، ۲۸۷ هوټلونه، د ودونو ۶ تالارونه، د لامبو ۹ حوضونه، ۳ ښارګوټي، ۷ روغتونونه، ۳۸۷ سقاوې او ۴۷ لوړپوړیزې ودانۍ څارلي چې په ډله کې یې ۱۵۷ بند کړي، له ۳۲۰ یې ژمنې اخیستې او ۱۸۱ یې بیا څارلي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسي معینیت مرستیال شاولي ساپي وویل چې له چاپېریال ساتنې ادارې سره په همغږي یې په کابل کې له ۲ زرو ډېر دودجن موټر درولي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وایي، په نږدې راتلونکې کې به د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه په کابل کې عمومي حشرونه هم راوبلي.