د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې «کابل سرینا» هوټل د اجارې پیسو د ورکړې له کبله د دغه وزارت ۱۶۸ میلیونه ډالر پوروړی دی.
دغه وزارت پرون د هوټلونو د عالي شورا په فوقالعاده غونډه کې ویلي چې د یاد پور د څېړلو لپاره یې یو پلاوی ګومارلی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر په یاده غونډه کې د کابل سرینا هوټل له مسوولانو غوښتي چې د دولت پور ورکړي.
کابل سرینا هوټل په هېواد کې یو تر ټولو ستر هوټل دې چې په ۱۳۸۴ کال د پلازمېنې په زړه کې په ۳۵ میلیونه ډالره پانګونې سره جوړ شو.
د هوټلونو د شرکت رییس ذبېحالله احسان په یاده غونډه کې ویلي چې کابل سرینا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د اجارې پیسې نه وکولو له کبله د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۱۶۸ میلیونه ډالر پوروړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هوټلونو د شرکت رییس له قوله لیکلي: «کابل سرینا هوټل په ۲۰۰۵ کې تر بیارغونې وروسته د ۳۰ کلونو لپاره د هوټل اوسني خاوند ته په اجاره ورکړل شو چې د قرارداد له مخې، له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۰ پورې اجارهکوونکی د اجارې پیسو له ورکړې معاف و، خو له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روان میلادي کال تر څو میاشتو پورې ۱۶۸ میلیونه ډالر پوروړی دی.»
د کابل سرینا هوټل مالي مسوول صفتالله وزيري ویلي چې تر اوسه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هوټلونو شرکت ته ۳۲ میلیونه ډالر ورکړي او یوازې ۱۰۰ میلیونه ډالر یې پوروړي دي.
نوموړي ادعا کړې چې تر لسو کلونو پورې د مالیې له ورکړې معاف و او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېر یوه کال کې د دغه هوټل له حسابه ۴۱۶ زره ډالر ګرځولي دي.
وزیري زیاته کړې چې دولت باید د قرارداد له مخې، زرنګار پارک او د سرینا هوټل او د افغانستان بانک ترمنځ سړک د دوی په واک کې ورکړی وای، خو په وینا یې داسې نه دي شوي او د هوټل خاوند ته یې له کبله زیان اوښتی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه وزارت او کابل سرینا هوټل د استازیو یو پلاوی ټاکلی چې دا موضوع په بشپړ ډول وڅېړي.