کابل: د ملي امنیت پر روزنیز مرکز برید تر مرګ‌ژوبلې پرته پای ته ورسېد

یو شمېر وسله‌والو نن (پنجشنبه) سهار ۱۰ بجې د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند، قلعه‌وزیر سیمې کې د ملي امنیت پر یو روزنیز مرکز ډله‌ییز برید وکړ.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي سلام وطندار ته وویل چې وسله‌وال لومړی یاد مرکز ته نږدې یوې نیم‌جوړې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې د ملي امنیت پر ښوونیز مرکز ډزې پیل کړې.

د ستانکزي په وینا، بريد کې دوه بریدګر وژل شوي او د نورو د وژلو له‌پاره چاڼيز عملیات روان دي، خو امنیتي ځواکونو ته په‌کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

تر دې مخکې هم د ملي امنیت پر دې روزنیز مرکز ډله‌يیز برید شوی و چې امنیتي ځواکونو ته تر مرګ‌ژوبلې اړولو پرته بریدګر له پښو غورځول شوي وو.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

د ملي امنیت پر روزنیز مرکز داسې مهال برید کیږي چې تطره ورځ هم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له کبله چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و، ۴۸ کسان ووژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام