د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکیو نن چهارشنبې د (می پر ۳۱مه) له اریانا هوايي شرکت سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړو، چې لهمخې به یې په ډېر کم لګښت سوداګریز توکي هند ته ولېږدول شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلی وايي، چې له اریانا هوايي شرکت سره د دې هوکړهلیک پر بنسټ به هند ته د افغانستان یو ټن سوداګریز توکي د ۲۰ سېنټو ډالرو په بدل کې ولېږدول شي.
د ده پر وینا، د لېږد دغه پروسه به په راتلونکیو ۱۵ ورځو کې پیل شي.
د پسرلي په خبره، د اریانا هوايي شرکت له لوري د لېږد لهدې بهیر سره به د افغان سوداګرو ستونزې حل شي او د صاداراتو میزان به پورته لاړ شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي زیاتوي، چې د خپلو سوداګریزو توکیو له لېږد سره به د مېوې او ترکارۍ د خرابوالې اندېښنه کمه او مخه به یې ونیول شي.