کابل بازان او امو نهنګان فاینل ته د رسېدو دوه فرصتونه لري

د کرکټ بورډ په نوښت په کابل – الکوزي کرکټ لوبغالي کې پیل شوې ۴ م پړاو شپږیزه لیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ دویم پړاو ته ورسېدې.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په دوام نن (سه شنبه) وروستۍ لیګ لوبه وشوه، چې امو نهنګان لوبډلې یو اړخیزه بریا خپله کړه.

امو نهنګان لوبډلې لومړی د نجیب الله ځدران په کپټانۍ کې بوست ساتونکي لوبډله په ۱۰۸ منډو وسوځوله بیا یې هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

په لوبه کې د پاکستان پخوانی کپټان سلمان بټ په ۴۴ ناسوځېدلو منډو  د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د امو نهنګان لوبډلې د کابل بازان لوبډلې په څېر ۸ امتیازونه ترلاسه کړل او دواړه لوبډلې به د روان جام فاینل ته د رسېدو په موخه سبا لومړۍ ټاکنیزه سیالۍ وکړي.

کابل بازان او امو نهنګان لوبډلې فاینل ته د رسېدو په موخه  د راتلونکې پنجشنبې ورځې د سیالۍ فرصت لري.

دغه راز په روانو سیالیو کې به د سبا ورځې په دویمه ورځ مس عینک او بند امیر ترمنځ حذفي لوبه ترسره شي، چې ګټونکي به فاینل ته د رسېدو له پاره بله لوبه ولري.

د لیګ سیالیو وروسته د امو نهنګان لوبډلې اوپنر جاوید احمدي په ۲۷ منډو جوړولو سره د سپین غر پړانګان لوبډلې د اوپنر شبیرنوري څخه په زیاتو ۲۳۲ منډو ریډ کیپ (خولۍ) په خپل سر کړه خو د بند امیر زون ځوان بالر نوین الحق سره لا هم د زیاتو ۱۱ویکټو سمبول (نارنجي) خولۍ ورسره ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام