عليسینا په اته و شل دقیقو له پوهنتون نه راووت. هغه هم د کابل پوهنتون او هم د افغان ـ امریکايي پوهنتون محصل و. د تېر په څېر د کور خوا ته روان شو او د لارې په اوږدو کې یې کور ته زنګ وواهه چې ژر به ځان ډوډۍ ته ور ورسوي.
عليسینا ټیک اووه دقیقې وروسته خپل ورور ته بیا زنګ وهي او ورته وايي چې وسلهوالو غلو په چاکو ټپی کړی دی.
عليسینا تر ټولو نږدې روغتون ته لېږدول کېږي، خو دوه روغتونونه د دې لپاره چې کورنۍ یې د درملنې وسه نه لرله، هغه ونه مانه او په پای کې ځوان عليسینا په روغتون کې ساه ورکوي.
کابل په دې ورځو کې د ډار او وحشت ښار دی. سپرلي له موټرچلوونکیو او موټرچلوونکي له سپرلۍ وېرېږي او پلي روان هم له ټولو.
په هر موټر کې چې سپور شئ، ډېر کم پېښېږي چې کوم یوه سپرلۍ دې له غلو او لوټمارانو سره د مخامخېدو تجربه ونه لري. ان کله هم یو کس څو ځله له دغو کسانو سره مخ شوي دي.
په ټوله کې، هغو کسانو چې له غلو سره مقاومت کړی یا یې کوي، ځان یې له ګواښ سره مخ کړی او ټپي یا وژل شوي دي.
عليسینا لومړنی او وروستی کس نه دی چې د پلازمېنې د ناامنۍ قرباني ورکوي. د دغه له مرګه دوه ورځې وړاندې، د عليسینا د وژلو له ځایه دوه کوڅې وړاندې، یو بل ځوان هم د دغو غلو له لوري وژل شوی و.
د کابل امنیتي مسوولان د عليسینا د وژلو پېښې په اړه وايي چې په اړه یې څېړنې روانې دي او معلومات به یې ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.