کابل‌مېشتي د ښار امنیتي وضعیت اندېښمن کړي

د کابل ښار ځېنې اوسېدونکي وایي، ورځ تر بلې ښار کې وژنې، غلاوې او ناامنۍ زیاتېږي چې خلک یې اندیښمن کړي‌دي.

د کابل پوهنتون دوو زده‌کوونکیو د نوم له نه‌ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، هېڅوک ځان خوندي نه احساسوي علت یې دا بولي چې د ښار په هره برخه کې وژنې او غلاوې کېږي؛ خو پولیس په نه اقدام تورنوي.

دغهراز د کابل ښار بل اوسېدونکی محمداصف جبارخېل هم د ښار امنیتي وضعیت ترینګلی بولي او له امنیتي مسوولینو د جدي پام غوښتنه کوي.

ښاغلی جبارخېل د خپلو سترګو لیدلی حال وايي: «په لاره کی دوو هلکانو یوه نجلی ونیوله، تفنګچه او چاقو ورسره وه او له نجلی څخه یې مبایل بکسه او ټول شیان واخېستل او په تیښته بریالی شول.»

دی له امنیتي مسوولانو غوښتنه کوي چې بې‌بندوباره کسان او بې‌قانونه وسلې له خلکو واخلي او موټرسایکلې بندې کړي.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالغفار ګردیزي هم وایي، کابل ښار کې د غلاوو، وژنو او برمته‌کولو پېښو له کبله خلک کوښښ کوي چی وروسته له روژه ماتي له کورونو را ونه وځي.

هغه د نیول شویو مجرمینو پر وړاندې د اړوندو حکومتي ادارو نه اقدام او امنیتي ادارو کې د داسې کسانو موجودیت ـ چې روان حالت کې خپلې موخې لري او نه غواړي دغه وضعیت کنټرول شي ـ د ناامنیو زیاتېدلو لاملونه بولي.

خو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز بیا وایي، د کابل ښار امنیتي وضعیت دومره هم نه‌دی خراب چې ځېنې اوسېدونکي ترې شکایت کوي.

د ده په وینا، د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ښه شوی، غلاوې او وژنې کمې شوې‌دي او په‌دې تړاو ځېنې ډلې هم نیول شوې‌دي.

دا داسې مهال دی چې کابل ښار کې هره ورځ وسله‌والې غلاوې او د وژنو پېښې رامنځته کېږي چې وروستي مورد کې هم د ټلوېزیوني خپرونو پخوانۍ ویانده او د ولسي جرګې کارکوونکې مینه منګل د کابل ښار اتمې ناحیې کې د نامسوولو وسله‌والو له لوري په‌داسې حال کې ووژل شوه چې دفتر ته د تګ په حال کې وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام