کابل؛ د دولت د سولې ډلې او طالب پلاوي لومړنۍ مخامخ خبرې وکړې

ملي امنیت شورا په کابل کې د بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان دولت د سولې د اړیکې لومړنۍ ډلې او طالب پلاوي د مخامخ مذاکراتو خبر ورکوي.

ملي امنیت شورا پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغان حکومت پرون په کابل کې د سره صلیب د استازیو په موجودیت کې د طالب پلاوي کوربه‌توب وکړ.

ملي امنیت شورا ویلي چې دواړو لوریو د بندیانو خوشې کولو په اړه بحث کړی او په وینا یې، په خبرو کې یې ځینې پرمختګونه هم شوي او ټاکل شوې نن بیا سره وګوري.

د طالبانو درې کسیز پلاوی له افغان حکومت سره د بندیانو خوشې کولو او لېږدولو په اړه د خبرو لپاره پرون کابل ته راغی. د دې ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، «دغه پلاوی به د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر وڅاري او په تخنیکي برخه کې به لازم اقدامات وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې دواړو لوریو تر دې مخکې درې ځله د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي او ویل کېدل چې یو لس کسیز طالب پلاوی به کابل ته راشي، خو پرون یوازې دې کسان له افغان دولت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره کابل ته راغی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام