ژړا، افسوس او تش لاس بېرته راستنېدل

غفور د جوزجان ولایت په قوش‌تپه ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي له امله یې زړه غټ کړ او د ایران په لوري رهي شو. د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول او د ژوند ښه والی هغه څه وو چې د غفور په ګډون یې لسګونه تنه کډوالۍ ته مجبور کړل. غفور د لارې په اوږدو کې د قاچاقیانو لاس ته ولوېد او هغوی پرې د زو او زیاتي هېڅ ډول دریغ ونه‌‌کړ. هغه د قاچاقیانو له لوري زنداني کېږي او په خپله خبره یې، د ازادۍ له‌پاره یې په شپو ـ شپو ژړاوې او افسوس کړی‌دی. دا ځوان وايي چې قاچاقیانو د کډوالو د خوشې کولو په بدل کې پيسې غوښتلې او کله ناکله خو به یې هغوی ډېر سخت ځورول او د برېښنا شاټونه به یې ورکول.

د کډوال دوران له غفوره د خبرو تاب اخلي او کله ناکله د مکس په کولو سره بیا خپلو خبرو ته ادامه ورکوي او وايي چې د قاچاقیانو له ځورولو ښځې هم مستثنا نه‌وې. هغه هیله لرله چې د ژوند وضعیت یې ښه شي؛ خو اوس اړ دی چې د خپلې میاشتنۍ مزدورۍ نه یو څه خپلو ملګرو او خپلوانو ته د هغه قرض بېرته ورکړي چې له قاچاقیانو نه یې د خلاصون پر مهال راپور کړې‌وې.

دی له قاچاقیانو سره شپږ میاشتې بندي و او د پيسو له ورکولو وروسته یې خوشې کړ؛ خو له څوو ورځو وروسته ایراني پولیسو ونیولو او له شلو ورځو وروسته یې د افغانستان نیمروز ولایت ته راولېږلو.

دی د لارې په اوږدو کې د یوې ترخې خاطرې کیسه کوي او وايي چې په موټر کې به یې ۴۰ تنه سپاره کړو چې کله ناکله به د ډېر بار له امله موټر په لاره نه‌شو تللی. غفور وايي چې یوه ورځ موټر چپه شو او ۲ښځې په کې مړې شوې.

د جوزجان د کډوالۍ او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست هم د قاچاقیانو او ایراني پولیسو له لوري د کډوالو ځورول او شکنجه کول تاییدوي. د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالمالک رستمي سلام وطندار ته وویل، د انساني‌ًقاچاق له قربانیانو او له ایرانه د راغلیو کډوالو سره مرستې دوام لري؛ خو دا مرستې تر ډېره د هغه چا له‌پاره دي چې په دواطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوې‌وي.

د ده په خبره، تر اوسه ورسره ۵۰ کورنۍ ثبت دي چې په نږدې راتلونکي کې به ورسره نقده مرسته وکړي.

په جوزجان کې د انساني او کډوالۍ قاچاق سیمه‌ییز مسوول حسن سلیمي وايي، د انساني قاچاق د قربانیانو له پېژندنې وروسته د هغوی لازم ملاتړ کېږي او د انساني قاچاقیانو تر پېژندنې وروسته هغوی تر عدلي او قضايي څار لاندې نیول کېږي.

د نوموړي په وینا، له انساني قاچاق سره د مبارزې ولایتي کمېسیونونه چې کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، لویه څارنوالي او ځنیې نور یې غړیتوب لري، په ولایتونو کې د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو دوسیې څېړي او قاچاقیانو ته سزا ورکوي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې د مرستې ملي مکانېزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شوی‌‌دی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې له‌مخې قاچاقیان وپېژني او د انساني‌قاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې د مرستې ملي مکانېزم په لسمه ماده کې د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق د ملاتړ په موخه د تدابیرو په اړه داسې لولو:

  • که د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق قرباني له ګواښ او تاوتریخوالي سره مخ وي، باید په امن ځای کې وساتل شي.
  • د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق پر قرباني باید ښوونیزې او مسلکي زده‌کړې وشي.
  • که د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قرباني کورنۍ په مستقیم یا نا مستقیم ډول د ده په قاچاق کې لاس ولري، قرباني باید له کورنۍ نه بېل په امن ځای کې وساتل شي.

هر کال زرګونه کسان یوه ښه ژوند ته د رسېدو او ارامۍ لپاره اروپايي هېوادونو ته ځي او ډېری یې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونه غوره کوي؛ خو دغه کسان ډېر کله د لارې په اوږدو کې د انساني قاچاقیانو لاس ته لوېږي او د هغوی د موخو قرباني کېږي. دوی له ګڼو ستونزو وروسته بېرته هېواد ته را ګرځي، خو په تش لاس.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام