ژمی لا پر ځای دی؛ خلک له ستونزو سره مخ دي

د ژمي موسم په رارسېدو د افغانستان په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول غور او هرات ولایتونو کې واورې اورېدني او سخت توپان زیات هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په غور ولایت کې د وروستیو واورو اورېدنو له امله د ۶ ولسوالیو د تګ را تګ لارې تړل شوي او په هرات کې ۵۳ زره کسان د سړې هوا او ژمي په راسېدو له ګواښ سره مخ دي.

د غور ولایت د لویدیځې برخې د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې د تېرې شپې د سختې واورې اورېدنې او شدید توپان له امله د غور له مرکز سره د دغو ولسوالیو د ورتګ لارې تړل شوي دي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې ملکي روغتون د غور په مرکز کې دی، که چېرې دغه لارې ژر تر ژره خلاصې نه شي، ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د غور ولایت د ټولګټو چارو رییس خلیل الله نوري د خلکو د ستونزو په تایید سره وايي، چې تراوسه د ټولګټو وزارت له خوا دغه ولایت ته د واورې پاکولو له پاره بودیجه نه ده ورکول شوې.

دی وايي، چې له دې ټولو ستونزو سره به خپله هڅه وکړي.

د سالنګ لویه لار تړل شوې

د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او خوندیتوب د ادارې مسوول جنرال محمد رجب سالنګي سلام وطندار ته وویل، چې د شدیدې واورې اورېدنې او توپان له امله د کابل ـ شمال لویه لار تړل شوې ده.

رجب وايي، چې دوی د شمال د نهو ولایتونو د مسافرو موټر د بغلان په خنجان ولسوالۍ او د پروان ولایت په تاجیکان سیمه کې د احتمالي خطر د رفع کېدو تروخته درولي دي.

د ژمي سړه هوا هرات کې د ۵۳ زره هېوادوالو ژوند ګواښي

د هرات ولایت د طبیعې پېښو سره د مبارزې ریاست رییس عبدالحمید مبارز حمیدي وايي، چې د دوی د څېړنو له مخې ۷ زره او ۵۰۰ کورنۍ چې ټولټال ۵۳ زره هېوادوال کېږي؛ د ژمي سړې هوا له ګواښ سره مخ دي.

د حمیدي پر خبره، د فراه، غور او بادغیس ولایتونو د بې ځایه شویو کورنیو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې په هرات ولایت کې ۵۰ سلنه زیانمنې کورنۍ زیاتې شي.

د هرات ولایت د طبیعې پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس وايي، چې د احتمالي انساني ناورین په اړه یې مسوولو چارواکو ته خبر ورکړی دی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام