د سولې د روانو خبرو اترو په دوام نن د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د رسنیو له مسوولانو سره په یوې غونډې کې وویل چې د یو مسوول شخص په توګه ورته سوله لومړیتوب لري.
ښاغلی عبدالله د سولې پر پروسې له نیوکې سره وايي، سولې ته په رسېدلو کې تر ټولو ستر خنډ خپله طالبان دي؛ دوی خپله په یوه او بله بهانه څنګ ته کېږي.
د اجرایوي رییس په وینا، د مسوولانو په توګه باید ومني چې د سولې په برخه کې په سلو کې ۹۰ سلنه جمعي اتفاق په شخصي ډول مخ ته تللی دی چې سوله یې زیانمنه کړېده. د ده په خبره، له ټولو مخالفتونو سره ـ سره بیا هم د عمومي اجماع د جوړېدلو موکې شته دی.
ورته مطالب:
«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»
«د ملي اردو منحلېدل، د سیمې استخباراتو غوښتنه ده»
خلیلزاد: ۴۰ کلنه جګړه په یوه غونډه کې نهشي ختمېدلی
ولسمشر: د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه رسېږي
ښاغلي عبدالله د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خلکو اندېښنو ته په کتو سره وايي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډو په اړه هېڅکله بحث نهدی شوی؛ خو که کله سوله راشي؛ له افغانستان سره به د امریکا د مرستو بڼه بدله شي. ده په ټینګار سره وویل چې دمګړۍ د هېواد امنیتي دفاعي حالت مسوولیت د امنیتي ځواکونو په غاړه دی.
له بلېخوا افغان ولسمشر محمداشرف غني د شهیدو شویو امنیتي ځواکونو کورنیو ته کوپون د وېش مراسمو په پرانېستغونډې کې وویل، هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د سولې په بهانه ملي امنیتي ځواکونو ته زیان ورسوي.
د ښاغلي غني په وینا، پهدې کې هېڅ شک نهشته چې افغانان سوله غواړي؛ خو نه پرېږدي چې یو ځل بیا ټانکونه او نور پوځي تجهیزات په ګاونډیانو د زړې اوسپنې په بیه وپلورل شي.
په ورته وخت کې حزب اسلامي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مسکو غونډه د حکومت له استازیو پرته ځېنو هېوادوالو ته هیله بښونکې ده؛ خو پهدې غونډې کې د ملي یووالی حکومت د استازیو نهشتوالی، د دې غونډې څرنګوالی او د یو شمېر سیاستوالو غیرمسوولانه څرګندونې اندېښنې پیدا کړېدي.
د خبرپاڼې په حواله، د طالب استازیو له لوري د ملي اردو منحلول خلکو ته د منلو وړ نهدي.
په تازه کې د هېواد ځېنې سیاسي او جهادي شخصیتونه د سولې په تړاو د خبرو اترو لهپاره مسکو ته تللي چې غبرګونونه یې هم راپارولي دي.
هاخوا طالبانو هم نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پهدې غونډې کې د ګډون خبر ورکړی.