چین د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د لومړي ځل له پاره د لسګونو میلیونو ډالرو د نظامي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف تمر نن (یک شنبه) کابل کې د چین پوځي مرستو د لومړی جوپي د ترلاسه کولو پرمهال وویل، په دې پوځي مرستوکې وسلې، پوځي مهمات، لېږدونکي وسایط، هلېکوپټرې او سکنرونه شامل دي، چې په څو راتلونکو میاشتو کې به په پړاویز ډول افغانستان ته وسپارل شي.
ښاغلی اتمر، چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، ترهګري د افغانستان، چین او سیمه له پاره ګډ ګواښ دی او د چین دغه پوځي مرستې د ترهګرو د له مینځه وړلو پیل وباله.
له بلې خوا په کابل کې د چین سفیر یو جینګ د دغو تجهیزاتو د سپارلو پرمهال وویل، چین تل له افغانستان سره په بېلابیېلو برخو کې مرستې کړي دي.
یو جینګ دغه پوځي مرستې د افغان پوځيانو د تجربو د زیاتوالي او تجهیز له پاره ګټورې بولي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، په کابل کې وروستۍ پېښې په هېواد کې د امنیتي وضیعت خرابېدل او د افغانستان له پولو څخه د سیمو یوشمېر هېوادونو ته د ترهګرو د ور اوښتو ویرې د سیمې او نړۍ هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي په دې اړه سلام وطندارته وویل، ترهګري نړۍ ته لوی ګواښ دی، چې د دې پدیدې د له مینځه وړلو په موخه چین هم هڅې ګړندۍ کړې؛ چې له افغانستان سره پوځې مرستې یې ښه بېلګه ده.
خوهاشمي د چین د مرستو نه روښانه کول د مرسته کوونکي هېواد له نورو هېوادونو سره د اړیکو نزاکت بولي.
د هېواد د امنیتي چارواکو پروینا، تمه کېږي د چین دویم پړوا پوځي مرستې به په راتلونکې میلادي میاشت اګېسټ کې افغا نستان ته وسپارل شي.